ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ګمرک اړوند ځمکې پر سر جنجال؛ اخ‌وډب کې شپږو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

ننګرهار کې د ګمرک اړوند ځمکې پر سر جنجال؛ اخ‌وډب کې شپږو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
10 May 2024 - 10:35
ننګرهار کې د ګمرک اړوند ځمکې پر سر جنجال؛ اخ‌وډب کې شپږو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
10 May 2024 - 10:35

کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۳): د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، تېره ورځ د جلال‌آباد ښار کابل‌کمپ سیمه کې د ګمرک اړوند ځمکې پرسر راپورته شوې شخړه کې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر قریشی بدلون نن سهار پژواک خبري اژانس ته وویل: «تېره ورځ د جلال‌اباد ښار کابل کمپ سیمه کې هغه مهال چې د ننګرهار ګمرک اړوند پر پنځه سوه جریبه ځمکه د احاطې دیوال جوړېدو چارې روانې وې چې ځايي کوچیانو یې مخنیوی کاوه چې په پایله کې یې اخ و ډب رامنځته شوی، درې کسان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.»
نوموړي وویل، له اخ‌ډوډب وروسته ځايي کوچیانو په لاریون لاس پورې کړی او د دوو ساعتونو لپاره یې د تورخم – جلال‌اباد لار هم تړلې وه.
د هغه په خبره، تراوسه معلومه نه ده چې یاده مرګ‌ژوبله څنګه او د چا لخوا رامنځته شوې خو په دې اړه څېړنې روانې دي.
د نوموړي په وینا، اوس وضعیت نورمال دی او لار هم بېرته پرانیستل شوې ده.

د سیمې اوسیدونکی پاچا خان اشنا پژواک ته وویل طالبانو ځايي خلکو ته د کورونو د تخلیي امر وکړ  خو ځايي خلک ورته وویل چې بل ځای سرپناه نه لري،  د همدي امله خلکو په لاریون لاس پورې کړ چې طالبانو په لاریون کوونکو ډزې وکړي او څلور تنه مړه دي او ۶ تنه ټپیان شول او د هغې وروسته لاریون کوونکو د کابل-تورخم لاره بنده کړه.

Views: 117

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.