کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۳): کابل کې د چین سفیر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له سرپرست سره لیدنه کې ویلي، لېواله دي چې د واخان له لارې افغانستان ته د نوري فایبر کیبل وغځوي.
کابل کې د چین سفیر وايي، هڅه کوي چې د افغانستان اقتصادي ودې په موخه چیني وګړي او پانګوال د نورو برخو ترڅنګ د ټکنالوجۍ او مخابراتو په برخه کې هم پانګونې ته وهڅوي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د دغه وزارت سرپرست مولوي نجیبالله حیات حقاني کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره لیدلي دي.
سرچینې لیکلي، حقاني په دغه لیدنه کې وویل، افغانستان او چین د تاریخي روایاتو له مخې اوږدې اقتصادي اړیکې لري.
هغه ویلي، افغانستان د جغرافیوي موقعیت له مخې هغه هېواد دی چې د اسیايي هېوادونو د وصل په مرکز بدلېدلی شي او که چین د بدخشان د واخان له لارې د نوري فایبر کیبل وغځوي، افغانستان به له چین او دغه هېواد به په لنډه لار له نورو اسیایي هېوادونو سره ونښلول شي.
ورته مهال د چین سفیر ویلي، دوی لېواله دي چې افغانستان ته د واخان له لارې د نوري فایبر کیبل وغځوي او په دې اړه به له خپلو مسلکي اشخاصو سره خبرې وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن