ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د تېرو جګړو پر مهال یتیم شوو ماشومانو ته روزنتون جوړ شوی

کندهار کې د تېرو جګړو پر مهال یتیم شوو ماشومانو ته روزنتون جوړ شوی

author avatar
11 May 2024 - 16:11
کندهار کې د تېرو جګړو پر مهال یتیم شوو ماشومانو ته روزنتون جوړ شوی
author avatar
11 May 2024 - 16:11

کندهار (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۲): کندهار کې د تېرو جګړو پر مهال یتیم شوو ماشومانو ته د «دارالعرفان التربیة‌الایتام» په نوم خصوصي روزنتون جوړ شوی چې دا مهال په‌کې څه باندې ۲۰۰ یتیمان په زده‌کړو بوخت دي.

د دغه روزنتون مسوولین وایي، دا مهال په دغه روزنتون کې څه باندې ۲۰۰ زده‌کوونکي عصري او دیني زده‌کړې کوي او زیاتوي، په پلان کې لري چې د یتیمو نجونو لپاره هم د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

د روزنتون د امتیاز څښتن مولوي سیف‌الاسلام خیبر پژواک خبري اژانس ته وویل، په یاد روزنتون کې د هغو کسانو اولادونه زده‌کړې کوي چې د تېرو څه باندې شلو کلونو پر مهال د جګړې دواړو غاړو لیکو کې وژل شوي دي.

نوموړي وویل: «دلته زموږ سره ټول هغه یتیمان په زده‌کړو بوخت دي چې په تېرو جګړو کې يې پلرونه له لاسه ورکړي چې په دې کې ډېری د مخکني حکومت د عسکرو او مجاهدینو اولادونه دي، خو موږ ته دا مهمه نه ده چې دوی د چا اولادونه دي، موږ ته مهمه دا ده چې د دوی روزنه په ښه ډول ترسره کړو.»

د هغه په خبره، ډېر شمېر داسې زده‌کوونکي هم ورسره دي چې پلرونه یې د مخکني حکومت په لیکو کې وژل شوي او په نورو ښوونځیو او رزونتونونو کې ورته د شمولیت اجازه نه ده ورکول شوې.

د روزنتون یوه بل مسوول شمس‌الله عمري وویل، په دغه روزنتون کې د عصري علومو ترڅنګ دیني علوم او عربي ژبه تدرسېږي او پلان لري چې د کمپیوټر برخه کې هم ټولګي جوړ کړي.

هغه زیاته کړه: «اوس مهال زده‌کوونکي په عصري او دیني برخه کې زده‌کړې کوي، پلان لرو چې د کمپیوټر صنفونه هم ورته جوړ کړو، دغه راز د یتیمو نجونو لپاره هم پلان شته چې ځانګړې ودانۍ ورته جوړه کړو او هغوی ته هم د زده‌کړو زمینه برابره کړو.»

ورته مهال، د یاد روزنتون ښوونکي هم وایي، خوښ دي چې د یتیمانو روزنه کوي.

یوه ښوونکي احمد‌شاه وویل: «زه ډېر خوښ یم چې دلته یتیمو زده‌کوونکو ته په عصري برخه کې زده‌کړې ورکوم، د دوی درسي بهیر ډېر منظم دی، موږ ډېره هڅه کوو چې دوی په ډېر ښه ډول وروزو.»

په یاد روزنتون کې په زده‌کړو بوخت زد‌ه‌کوونکي هم خوښ دي چې د عصرې او دیني زده‌کړو وړیا زمینه ورته برابره شوې ده.

د بلال‌احمد په نوم یو زده‌کوونکی چې پلار یې د تېرو جګړو پر مهال د اسلامي امارت په لیکو کې وژل شوی وایي، هیله‌من دی لوړې زده‌کړې وکړي او خپلو هیلو ته ورسېږي.

هغه وویل: «زموږ د کورنۍ سرپرستي زما د خاله زوی کوي، نو زه درس وایم چې یو ښه عالم او ښوونکی راڅخه جوړ شي، بیا به زه نورو زده‌کوونکو ته درس وایم او د خلکو خدمت به کوم.»

د زلمي په نوم یو بل زده‌کوونکی بیا وايي، پلار یې د مخکني حکومت کارکوونکی و او اوس یې د کورنۍ سرپرستي د کاکا پر غاړه ده.

زلمي وویل: «زما پلار په اروزګان کې قاضي و، بیا ووژل شو، نو اوس یو څه وخت کېږي چې زما اکا دلته شامل کړی یم، زه ډېر خوشحاله یم چې دلته زده‌کړې کوم، غواړم په راتلونکي کې ډاکټر شم.»

د روزنتون مسوولین وایي، دا مهال یې میاشتنی لګښت نږدې ۵۰۰ زره افغانۍ کېږي چې د یو شمېر شتمنو هېوادوالو له خوا ورکول کېږي.

Views: 34

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.