اسعداباد (پژواک، ۲۲ غويی ۱۴۰۳): د کونړ امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په غازياباد ولسوالي کې پر یوه کور تندر لوېدلی چې له امله یې پنځه کسان ټپيان شوي دي.
د کونړ امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول فریدالله دهقان پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ مازدیګر څلور بجې د غازياباد ولسوالۍ په ابرهګل سیمه کې پر یوه کور تندر لوېدلی چې له امله د درېیو ماشومانو په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي دي.
نوموړی وایي، ټپیان د درملنې لپاره د اسعداباد ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP