ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسوولین: تخار او بدخشان کې د سېلابونو راوتلو له امله ۲۳ کسان مړه شوي

مسوولین: تخار او بدخشان کې د سېلابونو راوتلو له امله ۲۳ کسان مړه شوي

author avatar
11 May 2024 - 13:46
مسوولین: تخار او بدخشان کې د سېلابونو راوتلو له امله ۲۳ کسان مړه شوي
author avatar
11 May 2024 - 13:46

دویم تعقیب- فیض‌اباد، تالقان (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۳): ځايي سرچینې وايي، لومړنۍ شمېرې ښيي چې د تخار او بدخشان په څو ولسوالیو کې د سېلابونو راوتلو له امله د مالي زیانونو ترڅنګ، ۲۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۱۴ کسان ټپیان شوي او یو شمېر نور لادرکه دي.

د تخار طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس مولوي سیر ساجد پژواک خبري اژانس ته وویل، په چال، اشکمش، نمک‌اب او فرخار ولسوالیو کې تېر ماښام سخت سېلابونه راوتلي چې د لومړیو شمېرو له مخې ۲۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی، ۱۴ ټپیان دي او شپږ نور تر اوسه لادرکه دي.

نوموړي زیاته کړه، یادو سېلابونو له امله د ځاني تلفاتو ترڅنګ لسګونه د اوسېدو کورونه، عام‌المنفعه تاسیسات او کرنیزې ځمکې ویجاړ شوي او د سیمې د اوسېدونکو یو شمېر څاروي تلف شوي دي.

بلخوا، د بدخشان له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس محمداکرم اکبري هم وايي، تېر ماښام د سېلابونو راوتلو له امله درې کسان مړه شوي او دوه نور لادرکه دي او د دغه ولایت تشکان او تګاب ولسوالیو ته د ژغورنې دوه ټیمونه لېږل شوي دي.

هغه زیاتوي، یاد سېلابونه د بدخشان په یاوان، کوهستان، تشکان، تګاب، کشم، درایم، شهربزرګ او وردوج ولسوالیو کې راوتلي او د ځینو مواصلاتي لارو تړل کېدو لامل شوي چې زیانمنو سیمو ته سفر لپاره د الوتکو برابرولو هڅې روانې دي.

هغه زیاتوي، د سېلابونو له امله یوازې تشکان ولسوالۍ کې ۲۰۰ کورونه، ۵۰ پلونه او پلچکونه، ۳۰ د برېښنا واړه بندونه، پنځه جوماتونه او یوه مدرسه ویجاړ شوي او نږدې ۲۰۰۰ څاروي تلف شوې دي.

Views: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.