ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سبا د هېواد په اتو ولایتونو کې د نسبتاً سختو ورښتونو اټکل شوی

سبا د هېواد په اتو ولایتونو کې د نسبتاً سختو ورښتونو اټکل شوی

author avatar
11 May 2024 - 16:06
سبا د هېواد په اتو ولایتونو کې د نسبتاً سختو ورښتونو اټکل شوی
author avatar
11 May 2024 - 16:06

کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۳): د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په اتو ولایتونو کې د نسبتاً سختو ورښتونو، تالندې، ناڅاپي سېلابونو راتلو د احتمال خبر ورکوي.

یاد وزارت نن (د غويي ۲۲مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې سبا (د غويي ۲۳مه) په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د باران، تالندې، ناڅاپي سېلابونو راوتلو او چټکو بادونو د احتمال اټکل شوی دی.

د سرچینې په وینا، بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۵ تر ۲۵ ملي مترو اټکل شوې ده.

Views: 44

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.