کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۳): د بغلان په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو په تړاو – چې لسګونو کسانو پهکې ژوند له لاسه ورکړی- ځینو دولتي بنسټونو ویلي، سېلابځپلو ته د مرستېرسونې په موخه یې ټیمونه لېږلي دي.
تېره ورځ بغلان، تخار، هرات، بدخشان او غور ولایتونو کې سخت سېلابونه راوتلي چې د مالي زیانونو ترڅنګ یې د لسګونو کسانو ژوند هم واخیست، خو تر اوسه د مرګژوبلې کره شمېرې نه دي معلوم.
د ملي دفاع وزارت وایي چې هوایي ځواکونو بغلان ولایت کې په سېلابونو کې ډېر ایسار شوي کسان ژغورلي او څه باندې سل ټپیان یې د ۲۱۷ عمري قول اردو روغتون ته انتقال کړي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د بېړني وضعیت په اعلانولو سره سېلابځپلو سیمو کې د خوراکي توکو، درملو او لومړنیو مرستو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
ورته وخت کې، د لوړو زدهکړو وزارت د سرپرست په هدایت یو روغتیايي ټیم چې د میوند او د کابل پوهنتون طبي علومو تدریسي روغتونونو له ډاکټرانو جوړ دی، سېلابځپلو ته د مرستېرسونې په موخه بغلان ته لېږل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم یو ۳۰ کسیز روغتیايي ټیم له پروان څخه بغلان ته استول شوی و.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پر خپله اېکسپاڼه بغلان، بدخشان، هرات او غور ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو او طبیعي پېښو له امله خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
نوموړي ویلي: «د هېواد امنیتي ځواکونه او ځایي مسوولین د خپلو اصلي دندو ترڅنګ، له شته امکاناتو د شهیدانو جسدونو پیدا کولو، روغتونونو ته د ټپيانو لېږدولو، د اوسېدو ځای برابرولو او د خوړو او توکو په لېږد کې استفاده کوي.»
بلخوا، د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه له سېلابځپلو سره خپله همدردي ښودلې او ویلي دي چې دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته په سېلابونو کې د ایسار شوو خلکو د ژغورنې هدایت ورکړل شوی دی.
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي دغو وروستیو سېلابونو ته په اشارې ویلي چې هیلهمن دی څو ملي سوداګر او مرستندویه بنسټونه له زیانمنو سره مرسته وکړي.
د مخکني حکومت د ملي پخلاینې شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله له سېلابځپلو سره خپله همدردي ښودلې او له مرستندویه بنسټونو یې د مرستې غوښتنه کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي چې د زیانمنو د لومړنیو اړتیاوو په اړه له ټولو برخو او مرستندویه سکټورونو سره په اړیکه کې دي څو له خلکو سره مرسته وکړي.
دغهراز پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې سېلابځپلو ته د رسېدنې په موخه مشورتي ناسته وشوه، زیانمنو ته د ښې رسېدنې په موخه د بېړنۍ بودجې، د ژغورنې لړۍ چټکوالي او ټولو اړوندو موضوعګانو په اړه خبرې وشوې.
Views: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن