Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

وروستیو سیلابونو درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده

کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۳): پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایی، په تېرو دوو ورځو کې د سیلابونو راوتلو له امله په تخار، بدخشان، غور او بغلان ولایتونو کې ۸۵ کسانو  ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا سل کسانو ټپیان شوي خو ځیني سرچېنې دغه مرګ‌ژوبله لوړه ښیي.

د دغه وزارت ویاند محمد جانان سایق رسنیو ته په استولي ویډیويي کلېپ کې ویلي چې له تېرې ورځې راهیسې د سختو سېلابونو له امله په تخار، بدخشان، غور او بغلان ولایتونو کې ۸۵ کسان مړه او ۱۰۰ نور ټپيان شوي دي.

سرچینه وایي چې د دغو سېلابونو په پایله کې یو شمېر کورونه او سل جریب ځمکه تخریب شوي دي.

نوموړي وویل چې زیانمن شوو یادو ولایتونو ته د ژغورنې ډلې استول شوې او اړوندو ریاستونو ته سپارښتنه شوې چې خلکو او زیانمنو ته په عاجله توګه رسېدنه وکړي او ټپيان دې له هرې ممکنې لارې روغتیایي مرکزونو ته انتقال کړي.

دغه راز  د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې  د بغلان ولایت په سېلابونو کې ۳۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې زر کورونه ویجاړ شوي دي.

خو د بغلان د والي ویاند ملا عالم مجیدي وایي، د بغلان په بورکې او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د تېرې ورځې په راغلو سېلابونو کې تر دې مهاله ترلاسه شوو شمېرو له مخې، ۱۳۰ کسان مړه او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.