Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د فراه په ګلستان کې دوه ښوونځي وروسته له ۱۴ کلونو د زده‌کوونکو پر مخ پرانیستل شول

د فراه په ګلستان کې دوه ښوونځي وروسته له ۱۴ کلونو د زده‌کوونکو پر مخ پرانیستل شول

author avatar
11 May 2024 - 14:27
د فراه په ګلستان کې دوه ښوونځي وروسته له ۱۴ کلونو د زده‌کوونکو پر مخ پرانیستل شول
author avatar
11 May 2024 - 14:27

فراه ښار (پژواک، ۲۲ غويی ۱۴۰۳): د فراه په ګلستان ولسوالۍ کې دوه ښوونځي چې ۱۴ کاله مخکې د ښوونکو نشتوالي له امله تړل شوي وو، بېرته پرانيستل شول او ۹۰۰ ماشومانو ته په‌کې د زده‌کړو زمینه برابره شوه.

د فراه د پوهنې رييس مولوي اخترمحمد زعیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د ګلستان ولسوالۍ په تیلي‌کمند او سیاکوشي سیمو کې دوه ښوونځي یو ځل بیا د زده‌کوونکو پر مخ پرانیستل شول.

هغه وايي: «دغه ښوونځي ۱۴ کاله وړاندې د ښوونکو نشتوالي له امله د زده‌کوونکو پر مخ تړل شوي وو خو اوس مو ورته استادان استخدام کړل چې ۹۰۰ هلکانو او نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوه.»

د نوموړي په خبره، یاد ښوونځي ودانۍ هم نه لري؛ یو په کرايي کور او بل په خېمو کې فعالیت کوي.

زعیم وايي، هڅه کوي چې هر څو ژر یادو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي.

بلخوا، خلک د یادو ښوونځيو بېرته فعالېدو ته خوښ دي.

د سیاه‌کوشي سیمې یوه قومي مشر حاجي عبدالغفور پژواک ته وویل چې په خپله سیمه کې د ښوونځي بیا فعالېدو ته ډېر خوښ دی.

هغه وايي چې د دغه ښوونځي په فعالېدو سره د اتو کلیو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوه.

دغه راز، د ګلستان ولسوالۍ د بوغال کلي اوسېدونکي رازمحمد هلالي وویل چې مخکې هلکان بېکاره ګرځېدل خو اوس ښه شو د زده‌کړو زمینه ورته برابره شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر حکومت پر مهال په ګڼ شمېر سیمو کې د ناامنیو له امله ښوونځي تړل شوي وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.