ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فاریاب – جوزجان پر لویه لار د ترافیکي پېښي له امله نهه کسان مړه شوي | ځیني هوایي شرکتونو اسرائیل او لبنان ته خپلې الوتنې ځنډولې دي | تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۷ کسان وژل شوي او یو ټپي و | لوګر کې د کانګفو ورزشي سیالۍ ترسره شوې | درملو ته نه لاسرسی؛ هرات کې یو شمېر کوچیان د خپلو څارویو تلف کېدو ته اندېښمن دي | هرات کې د ۱۳،۵ میلیون افغانیو په لګښت یو کانال او یو استنادي دېوال جوړیږي | پروان کې د خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه | کونړ کې د دوو کورنیو ترمنځ زړه دښمني پای ته ورسېده | بلخ کې د فوټسال سیالۍ د «قناعت» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې | د ایران نوی حکومت؛ د کابل او تهران ګډې ننګونې او فرصتونه
د پژواک له راپور وروسته یونیسېف اروزګان کې ۱۳ نوي ښوونځي جوړوي

د پژواک له راپور وروسته یونیسېف اروزګان کې ۱۳ نوي ښوونځي جوړوي

author avatar
12 May 2024 - 15:20
د پژواک له راپور وروسته یونیسېف اروزګان کې ۱۳ نوي ښوونځي جوړوي
author avatar
12 May 2024 - 15:20

ترینکوټ (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۳): اروزګان کې د ښوونځيو د کمښت په تړاو د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته، اوس د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسېف) استازو ویلي چې په دغه ولایت ۱۳ نوي ښوونځي جوړوي.

پژواک خبري اژانس شاوخوا دوه اونۍ مخکې په اروزګان ولایت کې د ښوونځيو د کمښت په اړه راپور خپور کړ؛ اوس د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسېف) ولایتي مسوول ډاکټر احمدفواد د دغه ولایت د اقتصاد له رییس سره لیدلي دي.

د اقتصاد رییس مولوي مولاداد حسن پژواک خبري اژانس ته وویل، د یونیسېف ولایتي استازو ډاډ ورکړی چې د روان زېږدیز کال تر پایه په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې ۱۳ نوي ښوونځي جوړوي او دغه راز د شاوخوا اوو ښوونځيو ودانۍ بیارغوي.

حسن زیاته کړه، یونیسېف تېر کال هم په دغه ولایت کې د شلو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړې او دغه راز پلان لري چې دغو ښوونځیو ته مسلکي ښوونکي هم وګوماري.

نوموړي وویل، د یادې ادارې مسوول ژمنه وکړه چې په دغه ولایت کې به له څه باندې ۵۰ روغتیایي مرکزونو سره د درملو او نورو طبي وسایلو مرسته هم وکړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.