کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۳): په کابل کې د جاپان سفارت افغانانو ته د ۲۰۲۵ زېږدیز کال لپاره د ماسټرۍ او دوکتورا بورسونه اعلان کړي دي.
په کابل کې د جاپان سفارت تېره ورځ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه بورسونه د هغو افغانانو لپاره دي چې عمرونه یې تر ۳۵ کلونو کم وي او په ۲۰۲۵ کال کې په جاپان کې د زدهکړو لېوالتیا ولري.
سرچینې زیاته کړې، هغو افغانانو ته چې د دغو بورسونو له لارې جاپان ته استول کېږي، د میاشتې ۱۴۰ زره جاپاني ین یا ۱۰۰۰ امریکایي ډالره ورکول کېږي.
سرچینه زیاتوي چې دا پروسه به د اغا خان بنسټ په همکارۍ ترسره شي او وروستۍ پایلې به یې د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ میاشت کې اعلان شي.
د جاپان سفارت دا هم ویلي چې یاد بورسونه د دغه هېواد د پوهنې، کلتور، بدني روزنې او کمپیوټر ساینس وزارتونو له لوري افغانانو ته ورکول کېږي.
د جاپان سفارت د معلوماتو له مخې، دغه بورسونه د یاد هېواد د سکالرشیپونو له شرایطو سره سم ورکول کېږي.
یادې سرچینې د بورسونو د کره شمېر په اړه څه نه دي ویلي.
Views: 708
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن