کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۳): د کابل امنیه قومانداني وايي چې د ښار پنځمې حوزې اړوند کارته مامورین سیمه کې له پولیسو سره په نښته کې درې غله وژل شوي او یو بل یې په ټپي حالت کې نیول شوی دی.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې نن (یکشنبه) د کابل ښار پنځمې حوزې اړوند افشارو سیمه کې غلو له یو کوره د ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت طلا غلا کړې وه.
دی زیاتوي، په کارته مامورین ساحه کې د پولیسو عاجلو اجراتو په پایله کې یاد کسان پیدا او له پولیسو سره د نښتې په پایله کې درې تنه یې وژل شوي او یو بل یې په ټپي حالت کې نیول شوی دی.
هغه زیاتوي: «د پولیسو عاجلو اجراتو په پایله کې د کارته مامورین په ساحه کې یاد غله پیدا او وروسته د برخورد په پایله کې د پولیسو له لوري درې تنه ووژل شول او یو بل په ټپي حالت کې ونیول شو.»
د ځدراڼ د معلوماتو له مخې، له یادو کسانو څخه غلا شوې طلا، دوه میله تفنګچې او یو عراده موټر ترلاسه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP