Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي

مزارشریف (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۳): د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د مرکز مزارشریف او حیرتان بندري ښارګوټي پر لار د دوو موټرو د ټکر له امله درې کسان مړه شوي او یوه ماشومه ټپي ده.

د بلخ امنیې قوماندانۍ له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د حیرتان ښارګوټي اړوند د اب‌ګنده سیمه کې د یوه ټېلر او کرولا موټرو د ټکر له امله درې کسان مړه شوي او یوه ماشومه ټپي ده.

خبرپاټه زیاتوي، په مړه شوو کې د کرولا چلوونکی، یوه ښځه او یو ماشوم شامل دي او ټپي ماشومه روغتون ته لېږدول شوې ده.

د سرچینې په حواله، پېښې ته د بلخ د ترافیکو مدیریت مسوولینو رسېدنه کړې او د ټېلر چلوونکی نیول شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.