هرات (پژواک، ۲۴ غویی ١٤٠٣): د هرات د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو کمپاین له پیله راهیسې په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ جریب ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوې ده.
د هرات د امینې قوماندانۍ د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې عمومي مدیر مولوي حیاتالله روحاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د نشهیي توکو د له منځه وړولو لپاره د دې ترڅنګ چې د کوکنارو کښتونه له منځه وړل کېږي، د هغو له کروندګرو او نشهیي توکو له پلورونکو سره جدي او قانوني چلند هم کېږي.
هغه زیاته کړه د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو کمپاین له پیل راهیسې په تېرو دوو میاشتو کې د دغه ولایت په ۱۹ ولسوالیو کې پر شاوخوا ۲۰۰ جریبه ځمکه کوکنار له منځه وړل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د تېر کال په پرتله سږ کال په دغه ولایت کې د تریاکو او چرسو په کروندو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت په خبره، تېرو دوو میاشتو کې د کوکنارو د کښت په تړاو ۳۰۰ کسان نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن