Language

متقي: د ا.ا په اړه د سیمې هېوادونو د درک کچې په لوړېدو تعاملات ډېر شو

کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي چې د نوو میکانیزمونو پر ځای باید د دوه اړخیزو میکانیزمونو له لارې له افغان حکومت سره پر ټولو اړوندو مسایلو خبرې اترې وشي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د جاپان له سفیر تاکويوشي کورمایا سره ولیدل.

په دې ناسته کې د افغانستان او جاپان پر دوه اړخیزو اړیکو، په ځانګړې توګه د جاپان د بشري مرستو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه خبرې وشوې.

په پیل کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له جاپان سره د افغانستان اړیکې تاریخي وبللې او د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا هیله یې څرګنده کړه.

متقي د سیمې او نړۍ له ګڼو هېوادونو سره د اسلامي امارت د بهرنیو اړیکو پراختیا په اړه هم هر اړخیزې خبرې وکړې زیاته یې کړه چې د امارت په تړاو د سیمې هېوادونو د درک کچې په لوړېدو تعاملات ډېر شوي دي.

متقي له افغانانو سره د جاپان د بشري مرستو له امله مننه وکړه او په ننګرهار کې د تتسو ناکامورا د پروژو بشپړتیا یې ښه پرمختګ وباله.

د جاپان سفیر وویل، هېواد یې د افغان حکومت لاسته‌راوړنې درک کوي، له همدې امله یې سفارت پرانیستی دی څو له یاد حکومت سره له نږدې کار وکړي او واقعیتونه خپل حکومت او ولس ته ورسوي کړي.

دغه راز، د جاپان سفیر د دوحې په راتلونکې ناسته کې د افغان حکومت ګډون مهم وباله او زیاته یې کړه چې د دغه حکومت له هوکړې پرته د ځانګړي استازي ګومارنه واقعبینانه نه ده.

متفي وویل چې د دوحې ناستې په اړه مثبت نظر لري خو د ملګرو ملتونو له لوري د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ګومارنه بې ‌اړتیا چاره بولي.

متقي زیاته کړه چې د نوو میکانیزمونو پر ځای په کار ده چې د شته دوه اړخیزو میکانیزمونو له لارې له افغان حکومت سره پر ټولو اړوندو مسایلو خبرې اترې وشي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.