کلات (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۲): زابل کې امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز کلات کې د ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ شوی او درې نور ټپیان دي.
د زابل د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیحالله جوهر پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاده پېښه تېر ماښام رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره، پېښه د دوه موټر سایکلونو ترمنځ شوې چې پر یوه موټرسایکل درې او پر بل موټرسایکل یو تن و، خو د پېښې پر مهال یو تن له موټرسایکل څخه غورځېدلی او پر سړک روان ټېلر موټر وهلی او مړ شوی دی.
دی وايي چې درې نور کسان ټپیان شوي دي.
ذبیحالله جوهر د پېښې لامل د موټرسایکل چلوونکو بېاحتیاطي بللې او غوښتنه کوي چې باید موټرسایکل او موټر چلوونکي ټول ترافیکي قوانین مراعات کړي څو د ترافیکي پېښو مخنیوی وشي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن