غزني ښار (پژواک، ۲۴ غويی ۱۴۰۳): د غزني په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي پژواک ته وویل چې نن له غرمې وروسته د غزني ښار اړوند د کابل - کندهار پر لویه لار د روضې کوتل په سیمه کې د یوه فېلډر او باروړونکي موټر ترمنځ ټکر شوی دی.
هغه وايي چې په دې پېښه کې دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
ده وویل چې ټپیان د لویې لارې ساتونکو له لوري روغتون ته لیږدول شوي خو روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
سرحدي زیاته کړه چې پېښه د موټرچلوونکو د بېاحتیاطي له امله رامنځته شوې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن