Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مجاهد: د حج او اوقافو وزارت سرپرست له اردوغان سره لیدلي

کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۳): د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست د اسلامي نړۍ علماوو مشورتي ناستې په څنډه کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدلي دي.

مجاهد نن (دوشنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د حج او اوقافو د وزیر مولوي نورمحمد ثاقب د لیدنې خبر ورکړی دی.

ثاقب په دې لیدنه کې د ترکیې له ولسمشره د دې ناستې د ترسره کېدو په موخه مننه وکړه.

نوموړي زیاته کړې: «افغانستان له ترکیې سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی، اسلامۍ نړۍ په ځانګړې ډول افغانستان له تاسې هیله لري چې د اسلامي امت د ستونزو هواري لپاره مهم رول ولرئ.»

د سرچینې په خبره، اردوغان په افغانستان کې د اوسني امنیت له ټینګښته خوښي څرګنده کړې ده.

ورته مهال، د حج او اوقافو وزارت هم په یوه اعلامیه کې د دې لیدنې په اړه خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت په خبره، ثاقب ویلي چې اسلامي نړۍ داسې مشورتي ناستو ته ډېره اړتیا لري او باید دا سلسله دوام پیدا کړي.

د یادونې ده، د نورمحمد ثاقب په مشرۍ پلاوی د غویي میاشتې په ۲۱مه د ترکیې د دیني چارو د عمومي رییس پروفیسور دوکتور علي ارباش په بلنه استانبول ښار کې د اسلامي نړۍ علماوو مشورتي ناسته کې د ګډون په موخه ترکیې ته تللی دی.

په دې ناسته کې به د اسلامي نړۍ علماء د اسلامي امت پر وړاندې له ستونزو د وتلو لارو چارو په اړه خبرې اترې وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.