ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیه قومانداني: مزارشریف ښار کې یو وسله‌وال غل وژل شوی

امنیه قومانداني: مزارشریف ښار کې یو وسله‌وال غل وژل شوی

author avatar
13 May 2024 - 11:50
امنیه قومانداني: مزارشریف ښار کې یو وسله‌وال غل وژل شوی
author avatar
13 May 2024 - 11:50

مزارشریف (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۳): د بلخ امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یو وسله‌وال غل د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی.

د بلخ د امنیې قوماندانۍ له خوا په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون د مزار شریف د درېیمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو له خوا په اپراتیفي عملیاتو کې یو غل وژل شوی دی.

خبرپاڼه وایي: «دا پېښه تېر ماښام د درېیمې حوزې په مربوطاتو کې هغه وخت رامنځته شوه چې د مجاهدینو له خوا یو غل څارل کېده، غل مخکې له دې چې خپل هدف ته ورسېږي، د اپراتیفي کس تر نظر لاندې و چې وروسته له پوهېدو یې په اپراتیفي کس ډزې کړې او په پښه یې ټپي کړی دی.»

سرچینه زیاتوي: «یاد غل چې یو کس یې زخمي کړی هم و، د لارې په اوږدو کې د یوه مجاهد وسلې ته لاس اچولی او غوښتل یې په موټر کې پر ناستو ځواکونو ‎هم حمله وکړي خو امنیتي کسانو په وخت اقدام کړی او غل یې له پښو غورځولی دی.»

Views: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.