ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د والیبال ګروپي سیالۍ پای ته ورسېدې

هلمند کې د والیبال ګروپي سیالۍ پای ته ورسېدې

author avatar
13 May 2024 - 10:57
هلمند کې د والیبال ګروپي سیالۍ پای ته ورسېدې
author avatar
13 May 2024 - 10:57

لښکرګاه (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۳):هلمند کې سیمه‌ییزمسوولین وایي چې د لښکرګاه ښار مرکزي جمنازیوم کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د والیبال پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي شېرمحمد وحدت پژواک خبري اژانس ته وویل چې یادې سیالۍ درې ورځې مخکې د والیبال لوبډلو ترمنځ په ګروپي شکل پیل شوې وې.

د هغه په خبره، د دې سیالیو پای‌لوبه د عظیمي او حبیبي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې عظیمي لوبډلې ۲ پر ۱ حریف لوبډلې ته ماته ورکړه.

د دې سیالیو په وروستیو مراسمو کې د والیبال فدراسیون استازي حکمت‌الله عمري د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ اتحاد او اتفاق یاد کړ.

دا سیالۍ د هلمند ورزش امریت له خوا د والیبال فدراسیون په همکارۍ ترسره شوې وې چي مقام وړونکو لوبډلو او غوره لوبغاړو ته تحفې هم ورکړل شوې.

Views: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.