فېروزکوه (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۳): غور کې امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې هریرود سیند ته د یوه فلانکوچ موټر لوېدو له امله دوه کسان مړه شوي او یو بل ژغورل شوی دی.
د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري پژواک خبري اژانس ته وویل: «تېره شپه یو فلانکوچ موټر چې له هراته غور ولایت ته پر لاره و، د غور د مرکز فېروزکوه ښار اړوند په قاضيدره کې له سړکه وتلی او د هریرود سیند ته لوېدلی دی.»
هغه زیاته کړه، یو کس له تېرې شپې راهیسې په موټر کې ایسار پاتې و چې نن سهار شاوخوا اتهنیمې بجې د دغه ولایت د اسختباراتو ریاست د غبرګون قطعې د لامبو وهنې ټیم او امنیې قوماندانۍ د پولیسو په مرسته وژغورل شو او روغتون ته لېږدول شوی دی.
هغه وايي، تر اوسه نه ده معلومه چې په یاد موټر کې څو کسان سپاره وو.
د دې پېښې د رامنځته کېدو لامل د موټرچلوونکي بېاحتیاطي او د لارې خربوالی ښودل شوی دی.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن