غزنيښار (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۳): ستره محکمه وایي، د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې دوو کسانو ته «له کوره د تېښتې» په تور تغزیري سزا ورکړل شوه.
د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د جاغوري ولسوالۍ ابتدائيه محکمې دوو تورنو کسانو ته چې يو یې نارينه او بل ښځینه ده يو کال او شپږ مياشتې تنفيذي بند او ۳۵ـ ۳۵ دُرو تعزيري سزا پرېکړه کړې وه.
خبرپاڼه کې راغلي، یاده پرېکړه د غزني ولايت د مرافعه محکمې او د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته په عام محضر کې پر متهمينو تطبيق شوه.
د یادونې ده، تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته تعزیزي سزاګانې ورکړل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP