کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۳): افغانستان کې د جاپان سفارت، د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) سره افغان ماشومانو او مېرمنو ته د اړینو واکسینونو رسولو په موخه د ۶،۹ میلیون ډالرو تړون وکړ.
افغانستان کې له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي ډاکټر تاجالدین د یاد تړون لاسلیک کولو په غونډه کې وویل چې جاپان د یونیسف د هڅو په ملاتړ، د جاپان د نړۍوالې همکارې ادارې (جایکا) په همکارۍ افغانستان کې د ماشومانو او ښځو بېړنیو اړتیاوو او حقونو ته د رسېدنې په موخه ۶،۹ میلیون ډالره مرسته وکړه.
دی وایي، په دې مرستې به یونیسف افغانستان لپاره د واکسین د کمپاینونو لپاره واکسینونه او تزریقي توکي واخلي.
هغه زیاته کړه چې د جاپان د دغه ملاتړ په درشل کې به ۴،۱ میلیون ماشومانو او مېرمنو ته د شري، نريرنځ، تور زیړي او تیتانوس واکسینونه او ۴،۷ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورسول شي.
د یونیسف دغه استازی زیاتوي: «د پولیو (ګوزڼ) په څېر ناروغۍ د ماشومانو ژوند تباه کوي، دا ناروغي د مخنیوي وړ ده. واکسین له دغو وژونکو او ساري ناروغیو څخه د ساتنې یوه ډاډمنه او ارزانه لار ده. موږ د افغانستان د روغتیايي سیسټم پیاوړتیا او له مخنیوي وړ ناروغیو څخه د ډېرو ښځو او ماشومانو ساتنې په موخه د جاپان حکومت د دوامدارې مرستې هرکلی کوو.»
د یاد تړون په دغه غونډه کې د جاپان سفیر تاکایوشي کرومیا وویل: «موږ ژمن یو چې د افغانستان د ښځو او ماشومانو لپاره د واکسیناسیون د منظم پروګرام ملاتړ وکړو او د واکسین کمپاینونه پراخ کړو.»
د یونیسف د څرګندونو له مخې، افغانستان کې د مخنیوي وړ وژونکو ناروغیو سره د مخ کېدو خطر لا هم لوړ دی.
Views: 41
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن