ترینکوټ (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۳): اروزګان کې د «هلوټرسټ» ماینپاکۍ موسسې پر کارکوونکو یوه پخواني ماین چادونه کړې چې له امله یې یو کس وژل شوی او بل ټپي دی.
د اروزګان امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار لس بجې د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ په خرما سیمه کې د هلوټرسټ ماینپاکۍ موسسې پر کارکوونکو یوه پخواني ماین چاودنه کړې چې امله یې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.
هغه زیاته کړه، د یادې موسسې کارکوونکي په یاده سیمه کې د ماینپاکۍ په چارو بوخت وو چې د یوه زاړه ماین چاودنې ښکار شول.
د اروزګانی په خبره، سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلې او د پېښي قربانیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP