اسعداباد، پاراخ (پژواک، ۲۶ غويی ۱۴۰۳): ځايي مسوولین وايي، د کونړ په ماڼوګي او نرنګ او د پنجشېر په لومړۍ حصه ولسوالیو کې د ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د کونړ امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول فریدالله دهقان پژواک خبري اژانس ته وویل، پرون ماښام د د دغه ولایت ماڼوګي ولسوالۍ په ترړې سیمه کې یو سراچه موټر له سړکه وتلی او چپه شوی چې له امله پنځه کسان ټپیان شوي دي.
هغه دغه راز زیاته کړه چې په نرنګ ولسوالۍ کې بیا یوه رینجر موټر له موټرسایکل سره ټکر کړی چې له امله یې د یوه ماشوم په ګډون دوه کسان مړه شوي او یوه مېرمن ټپي ده.
دهقان وايي چې د پېښو ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
بلخوا، په پنجشېر کې هم د ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د پنجشېر امنیې قومانداني ویاند عبادالله عقاب پژواک ته وویل، تېره ورځ د دغه ولایت لومړۍ حصې ولسوالۍ مربوطاتو کې یو کرولا موټر چې کابل ته پر لاره و، له سړکه وتلی او چپه شوی چې له امله یې یو ماشوم مړ او یو بل کس ټپي دی.
د یادو ټولو پېښو لامل د موټرچلوونکو بېاحتیاطي ښودل شوې ده.
Views: 13
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن