پلعلم (پژواک، ۲۵ غويی ۱۴۰۳): د لوګر حکومتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ازرې ولسوالي کې د لس میلیون افغانیو په لګښت د دوو ښوونځیو بیارغونه او د یوه چکډیم جوړولو چارې پيل شوې.
د لوګر پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق(UNICEF) په مالي ملاتړ د ازرې ولسوالۍ د محمدخېل او موسیخان ښوونځيو د ودانیو بیارغونه پيل شوه.
نوموړي زیاته کړه، د یادو ښوونځيو رغونه هر ښوونځي ته د احاطوي دېوال ترڅنګ د لمریزه برېښنا سیستم، د پاکو اوبو څاګانو کيندل، د لاس مینځلو ځایونو، کانکریټي کثافتدانیو او تشنابونو جوړول شامل دي.
عرب وايي چې د دواړو ښوونځیو پر رغونه نهه میلیون افغانۍ لګول کېږي او چارې به یې د نهو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د هغه په خبره چې د یادو ښوونځیو په رغېدو به نږدې دوه زره زدهکوونکو ته د زدهکړو خوندي چاپېریال برابر شي.
دغه راز، د لوګر سيندیزې حوزې ریاست مسلکي سلاکار انجنیر فضلالرحمن عمرزي پژواک ته وویل، د ازرې ولسوالۍ په پنځو کڅ سیمه کې د یوه چکډيم جوړېدو چارې پیل شوې.
عمرزي زیاته کړه، دغه چکډيم به د اوبو او برېښنا وزارت له لوري د راتلونکو درېیو میاشتو په موده کې د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت جوړ شي.
د هغه د معلوماتو له مخې، یاد چکډیم به ۲۴ متره اوږدوالی، شپږ متره لوړوالي او ۲.۵ متره سور ولري.
بل لور ته، خلک هم د یادو پروژو پيل ته خوښ دي.
د ازرې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي وليمحمد پژواک ته وویل، حکومت او نړۍوالې مؤسسې دې په دې ولسوالۍ کې د پوهنې، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ برخو ته پاملرنه زیاته کړي.
نوموړي زیاته کړه، په تېرو څو کلونو کې ازرې ولسوالۍ ته د بیارغونې او پرمختګ برخو کې اړینه پاملرنه نه ده شوې.
ازره د لوګر تر ټولو لرې ولسوالي ده چې له مرکز پلعلم سره ۹۰ کيلومتره واټن لري.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د نورو ستونزو ترڅنګ د سړکونو له خرابوالي هم شکایت کوي.
Views: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن