ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغیس کې کارګر ماشومان وايي، حکومت دې د زده‌کړو زمینه ورته برابره کړي

بادغیس کې کارګر ماشومان وايي، حکومت دې د زده‌کړو زمینه ورته برابره کړي

author avatar
14 May 2024 - 19:22
بادغیس کې کارګر ماشومان وايي، حکومت دې د زده‌کړو زمینه ورته برابره کړي
author avatar
14 May 2024 - 19:22

قلعه‌نو (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۳): بادغیس کې یو شمېر کارګر ماشومان وايي، اقتصادي ستونزو د درس پرېښودو او کار کولو ته اړ کړي او له سرپرست حکومته غواړي چې د زده‌کړو زمینه ورته برابره کړي.

۱۴ کلن عبدالصمد چې د بادغیس په مرکز قلعه‌نو ښار کې پر سړک بوټونه رنګوي، پژواک خبري اژانس ته وویل، د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ یوازېنی سرپرست او له بې‌وزلۍ سره لاس او ګرېوان دی.

هغه زیاته کړه: «درې کاله کېږي چې بوټان رنګوم، پلار مې سپین‌ږیری دی، د ملا تکلیف لري، کار نه‌شي کولی، د ورځې د بوټانو له رنګولو ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانۍ پیدا کوم.»

هغه په داسې حال کې چې ویل یې، د زده‌کړو دوام یې یوازېنۍ هیله ده خو د اقتصادي ستونزو له امله نه‌شي کولای ښوونځي ته ولاړ شي، له اسلامي امارته یې وغوښتل: «غواړم چې درس ووایم او په راتلونکي کې ډاکټر شم، له اسلامي امارته غواړم چې ما او نورو هلکانو ته چې د خپلو کورنیو سرپرستان دي، د درس او تعلیم زمینه برابره کړي.»‎

په همدې حال کې، په قعله‌نو ښار کې بل بوټ رنګوونکی ۱۲ کلن شېرعلي وايي چې پلار یې پر نشه‌یي توکو روږدی و او اوس تر درملنې لاندې دی.

هغه زیاتوي چې د پنځه کسیزې کورنۍ سرپرستي ورله‌ غاړې ده او د بوټانو رنګولو له لارې د خپلې کورنۍ د لګښتونو یوه برخه پوره کوي چې له همدې امله نه‌شي کولای ښوونځي ته ولاړ شي او درس ووايي.

هغه وايي: «د خلکو د بوټانو په رنګولو سره د ورځې شاوخوا ۸۰ تر ۱۰۰ افغانۍ راته پاتې کېږي، ډوډۍ او ځیني نور شیان پرې اخلم.»

نوموړی له سرپرست حکومته غواړي چې د ده په شان نورو ماشومانو ته چې له مجبوریته کار کوي، د درس او زده‌کړو زمینه برابره کړي.

دغه راز، په قلعه‌نو ښار کې بل ماشوم ۱۵ کلن سخي‌داد چې د اقتصادي ستونزو له امله اهنګري کوي، وايي: «ډېر زړه مې کېږي چې درس ووایم او تحصیل وکړم، خو مجبور یم.»

سخي‌داد له دې امله چې پلار یې ناروغ دی او نورې خویندې او وروڼه یې له ده کشران دي، مجبور دی کار وکړي او د خپلې کورنۍ ورځني لګښتونه پوره کړي.

هغه هم له اسلامي امارته غواړي چې دوی ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

په همدې حال کې، کارپوهان پر دې باور دي چې د دغه وضعیت دوام به د ماشومانو او ټولنې لپاره زیان رسوونکی وي او حکومت مکلف دی څو کارګرو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

د بادغیس پوهنتون استاد نثاراحمد اکبري وايي، له زده‌کړو د دغو ماشومانو لرې‌والی د کورنۍ او ټولنې په کچه ستونزې رامنځته کوي، دغه ماشومان د هېواد راتلونکی دي.

هغه زیاته کړه، دغه ډول ماشومانو ته د درس او تعلیم زمینې برابرول د حکومت له اساسي مسوولیتونو دي او باید له هرې ممکنې لارې هڅه وشي څو یادو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي.

هغه وړاندیز کوي او وايي، دولت او مسوول بنسټونه باید یوه کره سروې ترسره او اړمن ماشومان معلوم کړي، کورنیو ته یې پوهای ورکړي او ورسره مرسته کړي.

هغه وايي: «په راتلونکي کې دغه ماشومان له درس او تعلیم څخه محرومېږي، د کورنیو له غېږې محرومېږي، ټولنیز وضعیت یې ګډوډېږي، په راتکونکي کې د ټولنې د اوږو بار ګرځي، ممکن امنیتي خطرات رامنځته کړي، اړتیا ده چې د دې ستونزې مخنیوی وشي.»

بلخوا، د بادغیس د کار او ټولنیزو چارو ریاست د یادو ماشومانو لپاره د ځینو پروګرامونو له پلې کېدو خبر ورکوي.

د بادغیس د کار او ټولنیزو چارو رییس تورجان خادمي وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې د دوی ادارې شاوخوا ۵۰ د لاسي توکو پلورونکي راټول او دولتي دارالایتامونو ته یې معرفي کړي دي.

هغه زیاته کړه: «پر واټونو کارګر ماشومان زیات شوي، خو مشخص نه دي او موږ په دې وروستیو کې ۵۰ کارګر راټول کړي چې ۷ نجونې او ۴۳ یې هلکان دي، په راتلونکي کې هم د دې ستونزې حل لپاره مختلف پلانونه لرو.»

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته زیاتوي چې په راتلونکي کې هم د دې ستونزې د هواري لپاره ډېر پلانونه لري.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.