ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان سوداګرۍ او صنایعو خونې د چمن – سپین‌بولدک دروازې د ژر پرانیستو غوښتنه کړې

د پاکستان سوداګرۍ او صنایعو خونې د چمن – سپین‌بولدک دروازې د ژر پرانیستو غوښتنه کړې

author avatar
15 May 2024 - 14:14
د پاکستان سوداګرۍ او صنایعو خونې د چمن – سپین‌بولدک دروازې د ژر پرانیستو غوښتنه کړې
آرشیف
author avatar
15 May 2024 - 14:14

کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۳): د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې (FPCCI) رییس ویلي، د چمن – سپین‌بولدک دروازه باید ژر تر ژره پرانیستل شي څو د سوداګرو مالي زیانونه راکم شي.

یاد مطلب ډان ورځپاڼې د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې (FPCCI) د رییس عاطف اکرام شیخ له قوله خپور کړی دی..

هغه زیاته کړې: «د چمن لار باید ژر تر ژره پرانیستل شي څو د سوداګرو مالي زیانونه راکم شي او له دې لارې د خوړو او درملو په څېر اړین توکي ولېږدول شي.»

هغه زیاته کړې، د تېرو پنځو کلونو موده کې د دې لارې دغه ډول بندښت د نظم او قانون د له منځه تلو لامل شوی دی.

د سپین‌بولدک – چمن لار له څو میاشتو راهیسې له پاسپورټ او ویزې پرته پر تګ راتګ د ممنوعیت له امله د خلکو د اعتراضونو نتیجه کې تړل شوې ده.

Views: 24

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.