کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۳): په غور کې د شاوخوا ۵۰ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۲ چکډیمونو جوړولو چارې پیل او دغه راز د فاریاب په درېیو ولسوالیو کې د ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د درېیو شبکو جوړولو چارې بشپړې شوې.
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د غور په ۱۲ ولسوالیو کې د ۱۲ چکډيمونو جوړولو پروژو عملي چارې د شاوخوا ۵۰ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
د خبرپاڼې په حواله، یاد شمېر چکډيمونه د غور په پسابند، تیوره، ساغر، تولک، شهرک، دولتیار، لعل او سرجنګل، چهارسده، مرغاب، الفاروق او اللهیار ولسوالیو کې جوړېږي.
خبرپاڼه کاږي، د غور سیندیزې فرعي حوزې ريیس له قراردادي شرکتونو وغوښتل چې یادې پروژې دې د قرارداد پر بنسټ په غوره کیفیت او ټاکلي وخت کې پلې کړي او د پروژو له ګټو اخیستونکو یې هم وغوښتل چې د پروژو ښې پلې کېدو په موخه دې له قراردادي شرکتونو سره همکاري وکړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه پروژې د اوبو او برېښنا وزارت په مالي لګښت د باران او واورې اوبو زېرمه کولو، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا او د سېلابونو د کنټرول په موخه پلې کېږي.
د یو بل خبر له مخې، د افغانستان د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت وايي چې د فاریاب په درېیو ولسوالیو کې د ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د درېیو شبکو جوړولو چارې بشپړې شوې.
د افغانستان د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه شبکې د فاریاب په پشتونکوټ، دولتاباد او ګرزیوان ولسوالیو کې بشپړې شوې دي.
خبرپاڼه کاږي، په دغو شبکو کې د ۴۰ او ۷۰ متر مکعب اوبو ځایولو په وړتیا د درېیو ذخیرو جوړول، د ۴۲۰ شیردهنونو نښلول او د ۱۸۸۰۹ مترو په اوږدوالي پایپ غځول شامل دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د یادو شبکو د کار په لړ کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابر شوې وه او په بشپړېدو یې ۸۷۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.