ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځایي مسوولین: بدخشان کې د کوکنارو د له منځه وړو لړۍ په جدي ډول روانه ده

ځایي مسوولین: بدخشان کې د کوکنارو د له منځه وړو لړۍ په جدي ډول روانه ده

author avatar
15 May 2024 - 14:57
ځایي مسوولین: بدخشان کې د کوکنارو د له منځه وړو لړۍ په جدي ډول روانه ده
author avatar
15 May 2024 - 14:57

فیض‌اباد (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۳): د بدخشان ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ارګو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ستونزه په بشپړ ډول هواره شوې او د دغه ولایت مرکز او ولسوالیو د کوکنارو د اړولو عملیات په جدي ډول دوام لري.

تېره ورځ د بدخشان مرستیال والي قاري امین‌الله طیب او د ثالث عمر ۲۱۹ فرقې د ارکان رییس مولوي محبوب‌الله حامد د ارګو ولسوالۍ «برلاس شمر» کلي چې دوه ورځې مخکې یې اوسېدونکو لاریون کړی و، تللي و او د کوکنارو اړولو له جریان څخه یې له نږدې لیدنه وکړه.

قاري طیب له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې کشم، تشکان، ارګو، درایم، جرم، خاش، یفتل او شهربزرګ ولسوالیو کې له ۳۵ تر ۴۰ زره جریب کوکنار اړول شوي او دغه ولایت کې دا لړۍ په جدي ډول روانه ده.

د بدخشان مرستیال والي او د کوکنارو د له منځه وړلو کمېټې رییس امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه چې د تخریب عملیات پراخ کړي؛ ځکه د هغه په خبره، د اسلامي امارت دریځ د دې پدیډې د له منځه وړلو په اړه جدي دی، هرچا چې کوکنار کرلي خپله دې لاس په کار شي او د کوکنارو کرکیله دې له منځه یوسي، له دې پرته به د امنیتي ځواکونو له خوا له منځه یووړل شي.

بلخوا، د ثالث عمر د ۲۱۹ فرقې د ارکان رییس مولوي محبوب‌الله حامد چې ارګو او درایم ولسوالیو کې د کوکنارو د له منځه وړلو پروګرام رهبري کوي، وویل چې دمګړۍ د پولیسو او اردو څه باندې زر منسوبین د بدخشان په ټولو ولسوالیو کې د کوکنارو په له منځه وړلو بوخت دي.

هغه وویل چې دوه ورځې مخکې د خلکو له خوا ځيني غلط‌فهمۍ رامنځته شوې وې چې بالاخره د خلکو قناعت حاصل او قضیه هواره شوه، د کوکنارو اړولو عملیات په جدي ډول روان دي او دې برخه کې هیڅ ستونزه نشته.

د ارګو ولسوالۍ د «برلاس شمر» کلي یوه اوسېدونکي عبدالشکور وویل: «موږ له امنیتي ځواکونو سره د کوکنارو د له منځه وړلو برخه کې هیڅ ستونزه نه لرو، دولت او ملت د یوه او بل لازم او ملزوم دي، دوه ورځې مخکې ځيني مغرضو کسانو چې موږ کې یې ځای نیولی و او غوښتل یې چې اعتراض وکړي، د هغوی مخه نیول شوې او دمګړۍ وضعیت عادي دی.»

د همدې سیمې یوه بل اوسېدونکي شفیق‌الرحمن قاري‌زاده وویل چې د دغه کلي خلکو له بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ د کوکنارو کښت ته مخه کړې، له اسلامي امارت غواړي چې تحصیل کړو ځوانانو ته د نظام  او حکومت په چوکاټ کې د کار زمینه برابره کړي او بزګرو ته دې هم د کوکنارو بدیل کښت برابر کړي.

نوموړي زیاته کړه چې حکومت دې دغه ولایت کې عام‎المنفعه او زیربنایي پروژې پلې کړي څو ځوانان د کارموندنې په موخه نورو هېوادونو ته کډوال نه‌شي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د ارګو ولسوالۍ د برلاس شمر کلي اوسېدونکو په دغه کلي د کوکنارو اړولو غبرګون کې لاریون کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې د غويي په ۱۴مه نېټه د بدخشان په درایم او ارګو ولسوالیو کې د کوکنارو کروندو د له منځه وړلو لړۍ د امنیتي ځواکونو او کروندګرو ترمنځ د نښتو او لاریونونو لامل شوه چې په پایله کې یې دوو لاریون‌کوونکو ‎ژوند له لاسه ورکړ.

 اسلامي امارت د یادې پېښې د دقیقې څېړنې په موخه د دفاع وزارت د لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت په مشرۍ یو پلاوی وټاکه څو په دې اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي او د ریاست‌الوزرا مقام ته بشپړ راپور وړاندې کړي.

لوی درستیز بدخشان ته د خپل سفر په ترڅ کې ټينګار وکړ چې د ځينو بزګرو اعتراضونه او جنجالونه د کوکنارو د له منځه وړلو عملیات نه شي ځنډولی او دا پروسه به تر هغه دوام ولري څو په ټول هېواد کې د کوکنارو کښت له منځه لاړ شي.

Views: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.