Language

فراه کې د خونې چت لوېدو پېښه کې شپږ ماشومان مړه شوي

فراه‌ښار (پژواک، ۲۶ غويی ۱۴۰۳): د فراه ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د یوه کور د خونې چت لوېدو پېښه کې شپږ ماشومان مړه، یوه ښځه او اته ماشومان ټپیان شوي دي.

د فراه د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رييس مولوي محمداسرائيل سیار پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه د بکواه ولسوالۍ په ګزي سیمه کې د یوه واده مراسمو پر ګډونوالو د خونې چت رالوېدلی دی.

هغه وايي، په دې پېښه کې شپږ ماشومان مړه شوي او د یوې ښځې ترڅنګ اته نور ټپيان دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د یادې پېښې په مړه شوو کې هلکان او نجونې شامل دي.

سیار وايي چې ټپيان د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د یادونې ده، په هېواد کې د وروستیو پرله‌پسې ورښتونو له امله ورته پېښې په ځینو نورو ولایتونو کې هم شوې او مرګ‌ژوبلې یې اړولې دي.