لښکرګاه (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۳): د هلمند ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت موسیکلا ولسوالۍ کې یو ۱۵ کلن هلک اوبو کې د لامبو پر مهال ډوب شوی او له را ایستلو وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.
د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، د موسیکلا ولسوالۍ لوړدېزور کلي یو اوسېدونکی چې ۱۵ کاله عمر یې درلود، تېره ورځ ماسپښین یوه بجه د دې ولسوالۍ چهاردي سیمې په کانال کې د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړی دی .
نوموړی زیاتوي، دغه هلک د امنیتي ځواکونو له لوري له اوبو را ایستل شوی او روغتون ته لېږدول شوی چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.
هغه وویل، د یاد هلک جسد د هغه کورنۍ ته سپارل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP