Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بادغیس کې د یوه قتل په تور پنځه کسان نیول شوي

قلعه‌نو (پژواک، ۲۶غویی۱۴۰۳): د بادغیس امنیه قومانداني د دغه ولایت په جوند ولسوالۍ کې د یوه کس د وژلو په تور د پنځو کسانو له نیول کېدو خبر ورکوي.

د بادغیس امنیې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې پولیسو د دغه ولایت په جوند ولسوالۍ کې د یوه کس د قتل په تور پنځه کسان نیولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د دې ولسوالۍ په پیراجي سیمه کې یو کس هغه مهال د ناپېژانده کسانو له لوري په ډزو وژل شوی و چې له کوره په څارویو پسې وتلی و.»

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د یادو نیول شوو کسانو دوسیه عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.