Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جوزجان کې تېر کال خلکو پوهنې ریاست ته یوولس جریب ځمکه وقف کړې

شبرغان (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۳): د جوزجان پوهنې ریاست خبر وايي چې په دغه ولایت کې تېر کال خلکو پوهنې ریاست ته یوولس جریبه ځمکه وقف کړې او له سوداګرو او خلکو غواړي چې د ښوونځیو ودانیو جوړولو برخه کې همکاري وکړي.

د جوزجان د پوهنې رییس مولوي محمدطاهر جواد پژواک خبري اژانس ته وویل: «د جوزجان اوسېدونکو تل د پوهنې ادارې ملاتړ کړی او د ښوونځیو جوړولو لپاره یې خپلې ځمکې په وړیا ډول زموږ ادارې ته وقف کړې دي.»

هغه زیاته کړه، د یاد ولایت اوسېدونکو په ۱۴۰۲ کال کې خپله څه باندې ۲۲ زره مترمربع ځمکه ښوونځیو جوړولو لپاره یاد ریاست ته وقف کړه.

نوموړی په داسې حال کې چې د ښوونځیو ودانیو جوړولو برخه کې د پوهنې د مینه‌والو د همکارۍ غوښتونکی دی، زیاته یې کړه: «اوسمهال هم زموږ ۱۲۰ ښوونځي ودانۍ نه لري، هڅه کوو څو روان کال کې دغو ښوونځيو ته د پوهنې له وزارت سره د همکارو د موسسو او خلکو په مرسته ودانۍ جوړې کړو.»

هغه زیاته کړه: «د جوزجان له اوسېدونکو مو غوښتنه دا ده چې له خپل معارف سره همکاره اوسي او خپل د خیر کارونو ته دوم ورکړي.»

د ښوونځي ودانۍ ته د ځمکې یو وقف‌کوونکی

د شبرغان ښار یو اوسېدونکی بصیر چې خپله دوه جریب ځمکه یې ښوونځي جوړولو ته وقف کړې وايي: «ډېر خوښ یم چې ماشومان به مو د ښوونځي له جوړېدو وروسته په یوه خوندي چاپېریال کې زده‌کړې کوي.»

هغه زده‌کړې لپاره د مناسب چاپېریال شتون اړین بولي او زیاتوي: «کله مې چې ولیدل ماشومان په ډېره لېوالتیا ښوونځي ته ځي، سره له دې چې د زده‌کړو سم ځای نه لري، نو پرېکړه مې وکړه چې خپله دوه جریب شخصي ځمکه د ښوونځي جوړولو لپاره وقف کړم.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.