کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۳): د اسلامي امارت ویاند وايي، د چارو یووالي، له تشکیلاتي تورم او بېځایه لګښتونو څخه د مخنیوي په موخه اته ادارې له ځینو نورو ادارو سره مدغم شوې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد نن (چهارشنبه) پژواک خبري اژانس ته وویل، څو ادارې له نورو ادارو سره یو ځای شوې او دا کار د تشکیلاتي تورم مخنیوي، د لګښت کموالي او کاري مدیریت ښهوالي په موخه شوی دی.
نوموړي څرګنده کړه، د څارنې عالي اداره د معاونیت په توګه د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او څارنې له لوی ریاست سره، طبي عالي شورا د عمومي ریاست په توګه د عامې روغتیا له وزارت سره، د خوړو او درملو ملي اداره د معینیت په توګه د عامې روغتیا له وزارت سره او د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره د معینیت په توګه د ټولګتو له وزارت سره مدغم شوې دي.
هغه دغهراز وویل، د ګاز او تېلو مرکزي لابراتوارونه او تشکیلات یې له نورم او سټنډرډ ملي ادارې څخه د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو له معینیت سره او د خوراکي توکو مرکزي او ولایتي لابراتوارونه او تشکیلات یې له نورم او سټنډرډ ادارې څخه د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو له معینیت سره یو ځای شوي دي.
سرچینه زیاتوي، د حرفوي زدهکړو اداره د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره او د المپیک ملي کمېټه د بدني روزنې او ورزش له ریاست سره یو ځای شوي چې د دې ادارې نوم هم پر ورزش، بدني روزنې او المپیک عمومي ریاست بدل شوی دی.
هغه زیاته کړه: «دا د وخت د اړتیاوو او حکومتدارۍ یوه پروسه ده چې ترسره شوه، انشاءالله چې له دې سره به د چارو په مدیریت کې ښهوالی راشي.»
د هغه په خبره، د یو ځای شوو ادارو کارکوونکي هم د نورو ادارو تشکیلاتو سره یو ځای کېږي.
ورته مهال، مجاهد زیاته کړه چې وزارتونه د تشکیلاتو ډېروالي له امله نه مدغم کېږي او اړتیا ده چې پر خپل ځای پاتې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP