غزنيښار (پژواک، ۲۶ غويی ۱۴۰۳): د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر وايي، هڅه کوي چې د هېواد له ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونو او دیني زدهکړو فارغو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
دغه څرګندونې د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر شيخ ندامحمد ندیم په غزني ولایت کې د تخنیکي پوهنتون د جیولوژي او معدن او الکتروميخانیک پوهنځیو محصلینو د شپږمې دورې فراغت غونډه کې وکړې.
هغه وویل چې د غزني دولتي او تخنیکي پوهنتونونو ته ځانګړې پاملرنه کوي او هم هڅه کوي چې د هېواد په کچه د ټولو خصوصي او دولتي پوهنتونونو فارغو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د نوموړي په وینا، د هېواد د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ممتازو محصلینو ته به د دوو میاشتو لپاره د لوړو زدهکړو وزارت په چوکاټ کې د عملي کار زمینه هم برابره شي.
هغه وویل: «په دې سره به محصلین له یوې خوا کاري تجربه حاصله او بل لوري ته به یې ظرفیت لوړ شي.»
ندیم زیاته کړه چې د غزني لپاره د طب او انجنیري پوهنځيو منظورېدو لپاره هم جدي هلې ځلې کوي.
ندیم یو ځل بیا پر ټولو محصلینو ټینګار وکړ چې د خپلو استادانو احترام وکړي او ترڅنګ یې عصري او دیني زدهکړې وکړي.
نوموړي وویل، که کوم محصل له استاد سره بې احترامي وکړي، بیا يې په دغه چوکاټ کې ځای نشته او یا به هم بل لرې ولایت ته استول کېږي.
هغه د بېلګې په توګه وویل: «څو ورځې وړاندې یو محصل په کابل کې له استاد سره بې احترامي کړې وه، بیا مو د هېواد هغه بل سره ته تبدیل کړ.»
دغه راز، په دې غونډه کې د غزني پوهنتون رييس مولوي سعیدالله منصور وویل چې د لوړو زدهکړو وزارت دې د غزني نفوس ته په کتو د دغه ولایت پوهنتونونو ته پراختیا ورکړي.
ده ټینګار وکړ چې د غزني پوهنتونونو دننه دې سړکونه پاخه شي او هم دې د پوهنتونونو د پرسونل شمېر ډېر شي.
د یادونې ده، د غزني پوهنتون دا مهال د زراعت، اقتصاد، شرعیات، ادبیات، کمپیوټر سیانس او ځینې نور پوهنځي لري خو خلک په دغه پوهنتون کې د طب، انجینري او حقوقو پوهنځيو د جوړېدو غوښتنه کوي.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن