ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نیمروز اوسېدونکي د انټرنېټي خدماتو د کیفیت لوړېدو غوښتنه کوي

د نیمروز اوسېدونکي د انټرنېټي خدماتو د کیفیت لوړېدو غوښتنه کوي

author avatar
15 May 2024 - 16:59
د نیمروز اوسېدونکي د انټرنېټي خدماتو د کیفیت لوړېدو غوښتنه کوي
author avatar
15 May 2024 - 16:59

زرنج (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۳): د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې په دغه ولایت کې د انټرڼېټي خدماتو له ټیټ کیفیته شکایت کوي چې ځايي مسوولین د دې ستونزې د حل برخه کې د ځينو اقداماتو د ترسره کولو خبره کوي.

د نیمروز د چهاربرجک ولسوالۍ اوسېدونکي الله‌نور رحیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې ولسوالۍ کې مخابراتي وا انټرنېټي خدمات ډېر کمزوري دي.

هغه زیاته کړه: «زموږ په ولسوالۍ کې د روشن او اتصالات شبکې دي خو ان اړیکه هم نه پرې ټینګېږي او خلک له ستونزو سره مخ دي، له انټرنېټي خدماتو خو تل بې‌برخې یو.»

هغه هیله څرګنده کړه چې دغه ستونزه ژر تر ژره حل شي.

په همدې حال کې، د دغه ولایت د چخانسور ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالصمد وایي: «په دې ولسوالۍ کې د اتصالات او روشن شبکې دي خو هېڅ کار نه کوي، د چخانسور خلکو څو ځله د مخابراتو ریاست ته عریضه کړې چې باید زموږ د ولسوالۍ ستونزه حل شي، خو تراوسه توجه نه ده ورته شوې، کله چې اړیکه نیسو نو په لوړو ځایونو کې هم انتن نه ورکوي.»

هغه هم په دې برخه کې د ستونزو هواري ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.

د زرنج ښار اوسېدونکی صدیق‌الله وايي، په دغه ښار کې هم د ولسوالیو په ډول انټرنېټي خدمات کمزوري دي او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه وویل: «هیله‌من یو چې زموږ ستونزو ته رسېدنه وشي، د انټرنېټ کیفیت ښه شي څو خلک وکولای شي ښه ګټه ترې واخلي.»

دا په داسې حال کې ده چې د مخابراتي خدماتو د تنظیم اداره (اترا) په دغه ولایت کې د انټرنېټي خدماتو برخه کې د ستونزو له منځه وړولو لپاره له ځینو اقداماتو خبر ورکوي.

په دغه ولایت کې د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې (اترا) مدیر سید عبدالعلي یاسین‌زی وايي: «د نیمروز خلک تل د انټرنېټ له ټیټ کیفیت او کمزورو مخابراتي خدماتو شکایت لري او موږ په لومړي اقدام کې د نوري فایبر شبکې کار پیل کړی دی.

هغه زیاته کړه، دمګړۍ په ولسوالیو کې ۱۳ سایټونه د نصبولو په حال کې دي چې نوري فایبر به د دغو سایټونو لپاره ګټور وي.

هغه وايي: «په زرنج ښار کې د فېکس‌لین په نوم یوه شبکه ده چې د دې پروژې له بشپړېدو وروسته فعالیت پیلوي، او انټرنټ3G  او 4G کېږي.»

د هغه په خبره، دغه پروژه درېیو شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوې چې په ۶ میاشتو کې به یې له بشپړېدو وروسته په زرنج ښار، چخانسور، چهاربرجک او دلارام ولسوالیو په کچه د انټرنېټي خدماتو کیفیت ښه شي.

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.