ایبک (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۳): د سمنګان ورزشي مسوولین وایي، د والیبال پسرلنۍ سیالۍ چې د دغه ولایت د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې د «کندهاریانو» لوبډلې په اتلولۍ او د «سرکنده» لوبډلې په نایباتلولۍ پای ته ورسېدې.
د سمنګان د بدني روزنې او ورزش امر مولوي نصیراحمد کامیاب پژواک خبري اژانس ته وویل چې د والیبال پسرلنۍ سیالۍ د ۱۶ لوبدلو ترمنځ شاوخوا یوه میاشت مخکې د دغه امریت له خوا او د والیبال فدراسیون په همکارۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅونې او یووالي په موخه پیل شوې وې.
نوموړي وویل چې د دغو سیالیو په پای کې د «کندهاریانو» او «سرکنده» لوبډلو له بل سره سیالي وکړه چې په پایله کې د کندهاریانو لوبډلې د ۳ پر ۱ مقابل لوبډلې ته ماتې ورکړه او د لومړی مقام یې خپل کړ.
سمنګان کې د والیبال یوه لوبغاړي اخترمحمد وویل چې د دغه ورزش د ودې لپاره د داسې سیالیو ترسره کېدل ګټور دي او د دې ترڅنګ ځوانان هم روحیه اخلي.
هغه له ورزشي مسوولینو د والیبال برخې ته د توجه غوښتنه وکړه.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن