کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۳): یوه سرچینه وایي، د اسلامي امارت رهبر کابل ته راغلی او والیانو او امنیه قوماندانو ته د جوړ شوي سیمینار په پایغونډه کې یې ګډون او وینا کړې ده.
یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سیمنار له څوو ورځو راهیسې په کابل کې د امنیه قوماندانو او والیانو لپاره د کورنیو چارو وزارت له لورې جوړ شوی و.
هغه وویل چې نن د دغه سیمنار پایغونډه وه او د اسلامي امارت مشر شیخ هبتالله اخندزاده هم په کې ګډون او خبرې کړي دي.
واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته دا دویم ځل دی چې د اسلامي امارت مشر کابل ته سفر کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP