ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې ۱۷ دولتي ښوونځي په کرایي کورونو کې فعالیت کوي

لغمان کې ۱۷ دولتي ښوونځي په کرایي کورونو کې فعالیت کوي

author avatar
16 May 2024 - 13:42
لغمان کې ۱۷ دولتي ښوونځي په کرایي کورونو کې فعالیت کوي
author avatar
16 May 2024 - 13:42

مهترلام (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۳): د لغمان پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون پنځه‌ګونو ولسوالیو کې د درېیو دیني مدرسو او د ښوونکو د روزنې دوو مرکزونو ترڅنګ ۱۷ دولتي ښوونځي په کرایي کورونو کې فعالیت کوي.

د لغمان د پوهنې رییس مولوي شاه‌جهان ساجد پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت په مرکز مهترلام ښار او ولسوالیو کې د درېیو دیني مدرسو او د ښوونکو د روزنې دوو مرکزونو سربېره ۱۷ دولتي ښوونځيو ته د ودانیو د کمښت له امله شخصي کورونه په کرایه نیول شوي دي.

هغه وویل: «زه دا منم چې په کرایي کورونو کې د زده‌کړو بهیر ټکنی وي، له ګڼو سهولتونو بې‌برخې وي، خو باید وویل شې چې یاد کرایه شوي کورونه له تېر نظامه ورته په ميراث کې پاتې دي، په دې اړه مې په مکرر ډول د پوهنې وزارت او همکارو موسسو ته وړاندیزونه کړي چې ودانۍ راته جوړي کړي.»

ورته مهال، یو شمېر قومي مشران او د یادو ښوونځیو زده‌کوونکي له اسلامي امارته غوښتنه کوي چې د کرایي کورونو پر ځای دې دوی ته په خپلو سیمو کې د ښوونځيو معیاري ودانۍ جوړې شي.

د مهترلام ښار اړوند د ګمین سیمې یو اوسېدونکی او قومي مشر محمدشریف اکبري وايي، مخکني حکومت کې د دې سیمې نجونو زده‌کوونکو ته یو کور په کرایه نیول شوی چې اوس یې زده‌کوونکې له ستونزو سره مخ دي.

نوموړي وویل: «د ګمین د نجونو منځنی ښوونځی پراخه ساحه نه‌لري، د کلي د کورونو په منځ کې موقیعت لري، ۲۲ ښوونکي او ۱۲ سوه زده‌کوونکې لري، له دولته غوښتنه کوم چې هر څومره ژر کېدای شي دغه ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړي.»

دغه راز، په الینګار ولسوالي کې د افغان لام لومړني ښوونځي چې په یوه کرایي کور کې فعالیت کوي، د بي‌بي عاصمې په نوم یوه زده‌کوونکې وايي، ښوونځی یې معیاري تشنابونه او د پاکو اوبو منظم سستم نه‌لري، په اوړي کې د ګرمۍ او په ژمي کې د یخنۍ له امله د زده‌کړو بهیر له ځنډ او خنډ سره مخ کېږي.

د لغمان د پوهنې ریاست معلوماتو له‌مخې، په دغه ولایت کې ۱۰۴ ښوونځي ودانۍ او ۱۶۹ ښوونځي د احاطې دېوالونه نه‌لري.

Views: 38

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.