Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

متقي: مرستې دې د خلکو له اړتياوو او لومړيتوبونو سره سمې تنظیم شي

کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، له نړۍوالو مرستو د اعظمي استفادې لپاره اړينه ده د مرستو نوعيت او د وېش بڼه د افغانستان د خلکو له اړتياوو او لومړيتوبونو سره سمه عياره شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د  اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ادارو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناستې کې د اسلامي امارت له خوا د بهرنيو چارو وزارت ترڅنګ د کليو پراختیا او بيارغونې، اقتصاد، ماليې، کورنيو چارو، عامې روغتيا، کډوالو او راستنېدونکو چارو، کرنې او مالدارۍ، اوبو او برېښنا، صنعت او سوداګرۍ، اطلاعاتو او فرهنګ، پېښو ته د رسېدو، پوهنې او شهیدانو او معلولينو وزارتونو، د ښارواليو د چارو د انسجام رياست، د کابل ښاروالۍ او چاپېريال‌ساتنې ملي ادارې لوړپوړو استازو ګډون کړی و.

دغه راز، په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د بشري او پرمختيايي مرستو مسوولينو ترڅنګ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو او د خصوصي سکټور لوړپوړو مسوولینو هم ګډون درلود.

خبرپاڼه کاږي، په دې ناسته کې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د خلکو د اړتياوو او د اسلامي امارت د لومړيتوبونو، په تېر يوه کال کې د ملګرو ملتونو له خوا د شوو مرستو او راتلونکو پلانونو او د دواړو لورو ترمنځ د تفاهم او همغږۍ د پراختيا په اړه بحثونه وشول.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي په خپلو خبرو کې وويل چې په هېواد کې د جګړې له ختمېدو وروسته اوس د دې وخت رارسېدلی چې ټولې هڅې د هېواد پر رغونې او پرمختګ متمرکزې شي.

دی وايي، سره له دې چې اسلامي امارت په خپل ټول توان سره هڅه کوي چې هېواد بېرته پر خپلو پښو ودرېږي، په بشري او پرمختيايي برخو کې ځان بسیاينې ته ورسېږي، خو د څلوېښت کلنې جګړې له امله د ويجاړ اقتصاد، سوونو زرو کونډو، يتيمانو او معلولينو، په ګاونډيو هېوادونو کې ميليونونو مهاجرينو، پر بهرنيو مرستو ولاړ صحي نظام، ميليونونو معتادينو، په ماينونو او ناچاودو مهماتو د هېواد د يوې لويې برخې ککړتيا او په نورو بڼو د اوښتو زيانونو جبيره کول او پرله‌پسې وچکالۍ، زلزلو، سېلابونو، اقليمي بدلون او نورو طبيعي ناورينونو پر وړاندې غبرګون لپاره د حکومت اوسني مالي امکانات بس نه دي او په لنډ مهال کې نړۍوالو مرستو ته اړتيا پر خپل ځای پاتې ده.

هغه زیاته کړه، له نړۍوالو مرستو د اعظمي استفادې لپاره اړينه ده چې د مرستو نوعيت او د وېش بڼه د افغانستان د خلکو له اړتياوو او لومړيتوبونو سره سمه عياره شي.

د خبرپاڼې په حواله، د ملګرو ملتونو د بشري او پرمختيايي برخې مسوول او د يوناما مرستيال انډريکا رتواتي، د ملګرو ملتونو فعاليتونو ته د ځغلنده کتنې ترڅنګ وويل چې ملګري ملتونه پر دې کار کوي چې د مرستو نوعيت د بشري مرستو ترڅنګ پرمختيايي مرستو ته واړوي او هغه ساحې يې په ګوته کړې چې مرستې به پر هغو تمرکز کوي.

سرچینه لیکي، د ناستې په ترڅ کې د اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو ادارو استازو د لومړيتوبونو شريکولو او همغږۍ پياوړتيا په اړه خبرې وکړې.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د ناستې په پای کې له طبيعي پېښو، په ځانګړې توګه په هېواد کې له وروستيو سېلابونو متأثره شوو هېوادوالو اړتياوو ته د بېړنۍ رسېدنې، د همکارۍ او همغږۍ د موجوده روحيې پر ساتلو او زياتولو، له بشري مرستو انکشافي مرستو لور ته د حرکت او د موضوعاتو د تفصيلي بحث لپاره د تخنيکي ميکانيزمونو پر رامنځته کولو هوکړه وشوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.