میمنه (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۳): فاریاب کې ځایي سرچینې وايي، د دغه ولایت په چهلګزي ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یوه ۱۲ کلنه نجلۍ او دوې ښځې مړې شوې دي.
د فاریاب امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي، تېره شپه د چهلګزۍ ولسوالۍ د بابوکرزي کلي په بزقول ساحه کې یو مازدا موټر له سړکه وتلی او چپه شوی دی.
سرچینه وايي، په یاده پېښه کې د یوې دوولس کلنې نجلۍ په ګډون درېیو ښځو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د پېښې لامل د موټرچلوونکي بېاحتیاطي ګڼلې ده.
Views: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن