Pajhwok Afghan News

فاریاب کې د ترافیکي پېښې له امله یوه ماشومه او دوې ښځې مړې شوې

میمنه (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۳): فاریاب کې ځایي سرچینې وايي، د دغه ولایت په چهلګزي ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یوه ۱۲ کلنه نجلۍ او دوې ښځې مړې شوې دي.

د فاریاب امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي، تېره شپه د چهلګزۍ ولسوالۍ د بابوکرزي کلي په بزقول ساحه کې یو مازدا موټر له سړکه وتلی او چپه شوی دی.

سرچینه وايي، په یاده پېښه کې د یوې دوولس کلنې نجلۍ په ګډون درېیو ښځو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د پېښې لامل د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي ګڼلې ده.

Views: 8

Exit mobile version