Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یو شمېر افغان پانګه‌وال په هېواد کې د خامو نفتو تصفیه‌خونه جوړوي

کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۳): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې یو شمېر افغان پانګه‌وال په هېواد کې د ۱۲۰ میلیون امریکایي ډالرو په پانګونه د خامو نفتو معیاري او سټنډرډ تصفیه‌خونه جوړوي.

د کانونو او پټرولیم وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، یو شمېر افغان ملي پانګه‌والو د کانونو او پټرولیم له وزیر شیخ شهاب‌الدین دلاور سره لیدلي دي.

سرچینې ویلي، په دې لیدنه کې پانګه‌والو د افغانستان اوسنی وضعیت د پانګونې لپاره د ډاډ وړ وباله او زیاته یې کړه، غواړي په لومړي پړاو کې د لږ تر لږه ۱۲۰ میلیون امریکایي ډالرو په پانګونه د خامو نفتو یوه معیاري او سټنډرډ تصفیه‌خونه جوړه کړي.

سرچینه زیاتوي، د کانونو او پټرولیم وزیر د ملي سوداګرو له پانګونو قدرداني وکړه او زیاته یې کړه چې افغانستان د نفتو پراخې زېرمې لري، اسلامي امارت د نفتو استخراج او د هېواد په داخل کې د خامو نفتو پروسس ته هوډمن دی.

دلاور د امو دریا نفتي حوزې ته په اشاره وویل، اوس هم له دې حوزې چې د اکتشاف په پړاو کې ده، د ورځې ١٣٥٠ ټنه خام نفت استخراجېږي او هیله ده چې د کال تر پایه د استخراج دغه کچه ٣٠٠٠ ټنو ته ورسېږي.

د کانونو او پټرولیم وزیر د خپلو خبرو په جریان کې د خامو نفتو معیاري تصفیه‌خونې جوړېدل د هېواد مهمه اړتیا وبلله او د ملي پانګه‌والو دغه نېک تصميم يې د قدر وړ وباله.

نوموړي پانګه‌والو ته په دې برخه کې د هر راز اصولي همکارۍ ترڅنګ د هرات نفتي حوزه کې د پانګونې بلنه هم ورکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر ۱۴۰۲ کال د سلواغې په ۱۴مه د کانونو او پټرولیم له وزیر سره په لیدنه کې د «ژینګ ژن» په نوم د یوې چیني کمپنۍ رییس هم په افغانستان کې د نفتو تصفیې یوې معیاري کارخونې جوړولو او کاني زېرمو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.