Language

بامیانو کې د بهرنیو سیلانیانو پر یوې ډلې برید شوی

کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزارت وایي، په بامیانو ولایت کې د بهرنیو سیلانیانو پر یوې ډلې برید شوی دی.
دغه څرګندونې د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وکړې.
هغه  په دې اړه نور جزییات ورنه کړ.
د راپورونو له مخې، دغه برید نن مازدیګر مهال شوی دی.

په دې اړه به نور جزییات وروسته خپاره شي.