پلعلم (پژواک، ۲۸ غويی ۱۴۰۳): امنیتي مسوولین وايي چې کشفي او استخباراتي ځواکونو د لوګر په محمداغه ولسوالۍ کې د میزایل ۲۲ مرمۍ کشف او ترلاسه کړې دي.
د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند څلورمې پلې لوا مطبوعاتي مسوول نوروز ځلاند پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دوی کشفي او استخباراتي ځواکونو د دغه ولایت د محمداغې ولسوالۍ په «سرخاب» سیمه کې د میزایل ۲۲ مرمۍ او سل متره ثانيهسوز کشف او ترلاسه کړي دي.
ځلاند زياته کړه چې یاد مهمات له يوه پخواني پټنځایه ترلاسه شوي خو په تړاو یې تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.
د یادونې ده، تېره اونۍ هم د ۲۰۳ منصوري قولاردو څلورمې پلې لوا کشفي او استخباراتي ځواکونو د لوګر په برهکيبرک، خروار او ازرې ولسوالیو کې يو شمېر وسلې او مهمات ترلاسه کړي وو.
Views: 77
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن