لښکرګاه (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۳): د هلمند پوهنتون په ورزشي کلب کې تېره شپه د څو ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د فريفایټ سیالۍ ترسره شوې.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي شېرمحمد وحدت پژواک خبري اژانس ته وویل، د «هلمند سیند» په نوم د فريفایټ په دې سیالیو کې د دغه ولایت ترڅنګ د څو نورو ولایتونو ورزشکارانو ګډون کړی و، خو د ولایتونو نومونو یې په ډاګه نه کړل.
هغه زیاته کړه، یادې سیالۍ د لسو ولایتونو ترمنځ د راتلونکې غبرګولي میاشتې په ۲۰مه ترسره کېدونکو سیالیو ته د یوې قوي لوبډلې انتخاب په موخه ترسره شوې.
د وحدت په خبره: «د ورزشکارانو لپاره لا ډېر فرصتونه برابروو، څو وکولای شي هر یو په خپله برخه کې ځانګړې لاستهراوړنې ولري.))
د فریفایټ سیالیو یوه ورزشکار وليمحمد وویل: «ډېر خوشحاله یو چې د هلمند ورزشکارانو ته د پريفایټ سیالیو ترسره کولو زمینه برابره شوه.»
نوموړي د هلمند له ورزشي امریته مننه وکړه چې ورزشکارانو ته پاملرنه کوي .
Views: 18
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن