Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله نهو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

ایبک (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۳): سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت حضرت‌سلطان ولسوالۍ په غزنیګک سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د سمنګان د ترافیکو مدیر قاري محمدنذیر سعد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا اته‌نیمې بجې د حضرت‌سلطان ولسوالۍ د غزنیګک سیمه کې د یوه کرولا او لارۍ موټرو د ټکر له امله شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې درې کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي وویل چې په مړو او ټپیانو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي.

د سمنګان ولایتي روغتون امر ډاکټر سید عثمان حمیدي د درېیو ټپیان روغتیايي وضعیت نازک بللی او وايي چې تر جدي مراقبت لاندې دي.

مسوولین د دې پېښې لامل د چلوونکو بې‌احتیاطي بللې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.