کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۳): افغان کرکټ بورډ وايي، ننګرهار کې یې د پنځو زونونو د لوبډلو ترمنځ د میرویس نیکه جام د کرکټ درې ورځنۍ سیالۍ پیل کړې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، له مهالوېش سره سم د میرویس نیکه جام درې ورځنۍ سیالۍ پرون په ننګرهار کې پیل شوې چې د راتلونکې جون میاشتې تر دویمې نېټې به دوام وکړي.
سرچینې لیکلي، یادو سیالیو کې د هېواد له پنځو زونونو څخه مسعینک، بند امیر، بُست، سپینغر او امو لوبډلې ګډون لري چې د ننګرهار په غازي امانالله خان او شهید نجیبالله ترهکي کرکټ لوبغالو کې به ترسره شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغو سیالیو کې هره لوبډله په خپل لومړي پړاو کې څلور لوبې ترسره کوي.
وړاندې لیکل شوي، یادو سیالیو کې له پنځو زونونو څخه د کورني کرکټ قراردادلرونکي، د لومړۍ او دویمه درجه ولایتي سیالیو او د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې څانګې اړوند د روزنیزو کمپونو غوره لوبغاړي لوبېږي.
اوسمهال دغو سیالیو کې د بُست، مسعینک او د سپینغر، بند امیر لوبډلو ترمنځ لوبې روانې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP