ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متقي د م.م د سرمنشي له مرستیالې سره د دوحې راتلونکې ناستې پر اجنډا او ترکیب خبرې کړې

متقي د م.م د سرمنشي له مرستیالې سره د دوحې راتلونکې ناستې پر اجنډا او ترکیب خبرې کړې

author avatar
19 May 2024 - 19:40
متقي د م.م د سرمنشي له مرستیالې سره د دوحې راتلونکې ناستې پر اجنډا او ترکیب خبرې کړې
author avatar
19 May 2024 - 19:40

ابل (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې سره پر دوه اړخیزو اړېکو او د دوحې راتلونکې دریېمې ناستې پر اجنډا او ترکیب خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په سیاسي برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمُنشي له مرستیالې روزماري ډیکارلو سره وکتل.

سرچينې لیکلي چې په دې ناسته کې د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ پر اړیکو، د دوحې درېیمې ناستې او د یادې غونډې پر اجنډا او ترکیب هراړخیزې خبرې وشوې.

په سر کې د سرمُنشي مرستیالې ویلي، د دوحې راتلونکې غونډه کې  به د غړو هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو د استازو ترڅنګ دا ځل د نړۍوال بانک او اسیايي بانک استازي هم ګډون کوي.

هغې زیاته کړې چې په د دوحې په راتلونکې ناسته کې به د مالي او بانکي موضوعاتو، مخدره موادو پرخلاف مبارزې او کروندګرو ته د بدیل معیشیت برابرولو او همداراز د اقلیم بدلون او د افغانستان پروړاندې د هغه د زیانونو په اړه خبرې اترې وشي.

ډیکارلو ویلي، د دوحې  ناستې اساسي موخه له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې اړیکې عادي کېدل دي او باید له ټولو هېوادونو سره د دغه هېواد په اړیکو کې پرمختګ وشي.

د بهرنیو چارو سرپرست هم ویلي، افغانستان د ملګرو ملتونو سازمان له لومړنیو غړو هېوادونو څخه و او له غه سازمان سره یې فعالې اړیکې درلودې او اوس اسلامي امارت هم له یوناما سره ښې اړیکې لري.

هغه زیاته کړې،  په ملګرو ملتونو کې باید د افغانستان واقعي استازی د نظام استازیتوب وکړي او په دې اړه پراته خنډونه باید لرې شي.

د ده په خبره، له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره د افغانستان اړیکې مخ پر غوړېدو دي او د اسلامي امارت د بهرني سیاست اساسي اصول توازن او اقتصادمحوري ده چې ټولو لورو ته په کې ښه فرصتونه شته.

د هغه په خبره، اسلامي امارت د دوحې په دوېمه ناسته کې هم معناداره ګډون غوښت او یوازې تشریفاتي ګډون ګټور ونه بلل شو.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هیله څرګند کړې چې په دغه غونډه کې پر اساسي مسایلو بحث وشي، شته مېکانېزمونه تقویه شي، اضافي او تحميلي تشکیلات او پریکړي ونه شي، د اصلي موضوعاتو پرځای باید حاشیوي او تشریفاتي مواردو ته پام ونه ګرځول شي.

تر دې مخې هم ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه دوې غونډې کړې وې خو د درېيمې غونډې د کره نېټې په اړه یې څه نه دي ویلي.

Views: 38

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.